د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو او د سولې د نه راتلو سره دا خطر شته چې کورنۍ جګړې پيل شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته نږدې کېدو سره د امريکا استخباراتي ادارو د جو بایډن حکومت ته خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل به امنیتي وضعیت خراب کړي او د طالبانو ځواک به ډېر شي.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د امريکا د استخباراتي ادارو له لوري د جو بایډن حکومت ته له خبرداري اندېښنه ښيي او وايي، دا خطر شته چې که سوله رانه‌شي، کورنۍ جګړې پيل شي.

حمدالله محب وايي، طالبان له هېواده د بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټينګار سره پلمې لټوي او دا کار ښيي چې دوی په افغانستان کې سوله نه غواړي.

په داسې حال کې چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د بهرنيو ځواکونو وتلو سره د خراب حالت امنیتي وضعیت خبرداری ورکوي د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي، د بهرنيو ځواکونو وتل به وضعيت خراب نه‌کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا د امريکا استخباراتي ادارې د راپور په غبرګون کې وايي، امنيتي ادارې له هېواده دفاع لپاره چمتوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې  د امريکا ولسمشر جوبايډن په يوه خبري غونډه کې ویلي و چې پر ټاکلې موده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتل سخت دي. نوموړي که څه هم ویلي چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې ډېره موده تېره نه کړي، خو ټینګار یې کړی چې په خوندي او منظم ډول به را ووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام