د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن په يوه خبري غونډه کې وويل، افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د مشارکتي حکومت طرحه د افغان حکومت له چارواکيو سره شريکه شوې ده.
د حمدالله محب په وينا، د خلیلزاد طرحه د امريکا د دولت طرحه نه ده، بلکې داسې یو جوړښت دی چې د قطر په دوحې کې د سولې بينالافغاني خبرې ګړندۍ کوي.
نوموړی وايي، د خلیلزاد د مشارکتي حکومت طرحه کې د واک پر وېش هم بحث شوی.
حمدالله محب وايي، په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې له طالبانو سره د خبرو او هوکړې سربېره له پاکستان سره هم سیاسي هوکړه وشي.
په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي هم وايي، طالبان د جګړې په ډګر کې ماتې سره مخ دي او طالبان هڅه کوي چې د هدفي وژنو له لارې موخې ته ورسېږي.
اندرابي وايي، که څه هم طالبانو تېر کال جګړو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده؛ خو راتلونکی کال به جګړې وکړي.
دغه امنيتي چارواکي وايي، تمه کېږي چې د سولې خبرې يوې پايلې ته ورسېږي؛ خو که دغه خبرې کومه پايله ور نهکړي، نو امنيتي ځواکونه يې په مقابل کې جګړو لپاره تيار دي.