د ملي پخلاینې شورا له جوړېدو څخه څه باندې ۷ میاشتې وروسته د دغې شورا ‎پرانېست‌غونډه ۱۹ ورځې وړاندې په ارګ کې جوړه شوه او ټاکل شوې یاده شورا خپله لومړنۍ کاري غونډه د راتلونکې شنبې په ورځ جوړه کړي.

که څه هم د ملي پخلاینې شورا د رسنیو برخې مسوولان د دې شورا د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځواب نه وايي، خو د دې شورا او د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي سلام‌وطندار ته ویلي چې ټاکل شوې د را روانې شنبې په ورځ د ملي پخلاینې شورا لومړۍ کاري غونډه جوړه شي. د هغې په وینا، په یاده غونډه کې به د مرکچي پلاوي لپاره پر کړنلارې بحث او خبرې وشي.

تر دې وړاندې د سولې مرکچي پلاوي ځینو غړیو رسنیو ته ویلي وو چې د ملي پخلاینې شورا یا حکومت باید دوی ته مشخصه کړنلاره ورکړي، څو یې په رڼا کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د سولې مرکچي پلاوی له خلکو، سیاستوالو او مدني بنسټونو سره پر مشورو او غونډو بوخت دی، څو د سولې په اړه د هغوی نظریات راغونډ او په یوه جامع نظر بېرته پر ټاکل شوي وخت مذاکراتو ته ولاړ شي.

انوري وايي، د اړوندو بنسټونو له خوا د مرکچي پلاوي لپاره پر کړنلارې کار روان دی او د ملي پخلاینې شورا له لوري تر وروستي کېدو وروسته به یاد پلاوي ته وسپارل شي.

هغه ډاډ ورکوي چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی به په بشپړ چمتووالي سره د مذاکراتو دویم پړاو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې اندېښنې را پورته شوې وې چې ښایي د سولې خبرو اترو دویم پړاو پیل نه‌شي.

د دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو د مذاکراتو پر اصلي اجندا د بحث او مشورو لپاره د لېندۍ میاشتې په ۲۲مه د ۲۰ ورځو لپاره دمه وکړه. ټاکل شوې د سولې خبرو دویم پړاو د مرغومي میاشتې په ۱۶مه یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په ۵مه نېټه پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام