په یوه کال کې د بشري حقونو ۲۳ مدافعان او مدني فعالان وژل شوي

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې مسوولان وايي، د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲۳ فعالان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په یاده موده کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو ته د ۵۴ سختو ګواښونو شاهدان وو چې له ډلې یې د ۱۷ هغو قضیو د څېړلو په برخه کې یې لازمه مرسته ورسره کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب په اړه له امنیتي ادارو د طاهر زهیر غوښتنه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر وايي، پر خبریالانو برید جنګي جنایت دی او امنیتي ادارې باید د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره لاس په‌ کار شي. 

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي امنیت له عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند ژغورلو لپاره پر ځانګړو طرحو کار وکړي.

حکومت ته د نور خبرداری؛ که امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي

د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور وايي، که په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي. نوموړي چې په بلخ کې د رهنورد زریاب په یادغونډه کې خبرې کولې وویل، د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی او بهرني جنګیالي په ټولو شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د فاریاب کوچیان د کورونا په اړه پوهاوی نه لري

په افغانستان کې کورونا ویروس د ښارونو ترڅنګ، لرې پرتو سیمو ته هم خپور شوی، خو داسې وګړي شته چې لا هم د دغه ویروس په اړه معلومات نه لري.
شېرګل او خاناغا د فاریاب هغه دوه کوچیان دي چې د افغانستان او ترکمستان ګډې پولې ته نږدې‎ ژوند کوي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د کورونا ویروس په اړه پوهاوی نه لري.