د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر وايي، پر خبریالانو برید جنګي جنایت دی او امنیتي ادارې باید د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره لاس په‌ کار شي.

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي امنیت له عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند ژغورلو لپاره پر ځانګړو طرحو کار وکړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوای شرق د دغه وزارت له لوري د خبریالانو د خوندیتوب او د امنیت ټینګښت لپاره پر یوې نوې طرحې د کار کولو خبر ورکړ.

هغه وايي، په نوې طرحه کې د خبریالانو پر وړاندې شته ګواښونه او ننګونې په دقیق ډول ارزول شوي او له امنیتي ادارو سره په همغږۍ یې کار پرې کړی دی.

نوموړی ټینګار کوي چې یاده طرحه به د خبریالانو پر وړاندې د شته ګواښونو په برخه کې اغېزناکه تمامه شي.

دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د خبریالانو د ترور او وژنو پېښې ډېرې شوي او د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو تل په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وايي، یاده طرحه نه شي کولای روان وضعیت مهار کړي.

د نوموړي په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د طرحو جوړولو پر ځای، پر امنیتي ادارو فشار راوړي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپل پلانونه او طرحې عملي کړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې پنځه خبریالان د هدفي وژنو، چسپکي ماینونو د چاودلو او نورو پېښو له کبله وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام