خراساني په پنجشېر کې د طالبانو تر بیرغ لاندې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی

د پنجشېر د عنابه ولسوالي د تاواخ سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د نامسووله وسله‌والو د یوې ډلې مشر حمید خراساني بېګاه په یاده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.
دوی وايي، حمید خراساني داسې مهال پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې د طالبانو بیرغ ورسره و.

حکومت د ولسي پاڅونوالو ملاتړ نه کوي

په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو ډلې له لوري د بریدونو له زیاتوالي او د دوی لخوا د ولسوالیو له نیولو وروسته، په ډېرشمېر ولسوالیو کې ولسي پاڅونوالو او د طالبانو بریدونو د مخنیوي او د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د بدخشان له پنځو ولسوالیو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري تاجکستان ته اوښتي

یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان د شهر بزرګ، یاوان، شکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو ټول پوله‌ساتو ځواکونو تاجکستان ته شاتګ کړی دی. سرچینه وايي، ټاکل شوې یاد ځواکونه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځایه کابل ته را ولېږدول شي.

طالبانو بغلان کې د څرخي پله زندان د ښوونې او روزنې رییس وژلی

د بغلان ولایت په خوست ولسوالي کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه شپه د دغې ولسوالي په اړوند سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په یوه کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس غلام‌محي الدین پیکان حیدري له دوو محلي قومندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وژل شوي دي.

ولسي پاڅونوال به د سیمه‌ییزې اردو په چوکاټ کې فعالیت وکړي

په هېواد کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د اندېښنو په لړ کې امنیتي مسوولان وایي، د ولسي پاڅونوال فعالیتونه به ډېر ژر رسمي شي او دوی به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ، د سیمې‌ییزې اردوي په چوکاټ کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او خپلې سیمې به ساتي.

د ۲۰ کلن پاڅون پایله؛ د کور ویجاړېدل او په ترکیه کې کډوالي

د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي په اویمه کلا او خواجه موسای سیمو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظرمحمد څو کاله له طالبانو سره جګړه کړې ده. نوموړي په دې جګړه کې د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي دي. هغه اوس په ترکیه کې کډوال دی او د خپل پاڅون او د طالب ډلې د ګواښونو په اړه دردوونکې کیسې لري. د نظرمحمد په خبره، طالبانو یې د ورونو په ګډون، د کورنۍ څو غړي ور وژلي او کور ته یې هم اور اچولی دی.