یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان د شهر بزرګ، یاوان، شکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو ټول پوله‌ساتو ځواکونو تاجکستان ته شاتګ کړی دی.

د سرچینې په وینا، په یادو سیمو کې د ټولو پوله‌ساتو ځوکونو پوستې طالبانو ته پاتې شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له ۳۰۰ ډېرو پوله‌ساتو ځواکونو له سلګونو ولسي پاڅونوالو سره یوځای تاجکستان ته شاتګ کړی او دغه هېواد ورته خوراکي توکي او د اوسېدو لومړني امکانات برابر کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه وايي، ټاکل شوې یاد ځواکونه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځایه کابل ته را ولېږدول شي.

په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري هم وايي چې د یادو ولسوالیو ټول پوله‌ساتي ځواکونه تاجکستان ته اوښتي دي. نظري زیاتوي چې یوشمېر ولسي پاڅونوال هم تاجکستان ته تللي، خو په وینا یې، کره شمېرې یې نه لري.



هغه د بدخشان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، په وروستیو دوو ورځو کې د دغه ولایت ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د بدخشان د محلي او د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د تاجکستان دولتي اژانس (خاور) نن د دغه هېواد ملي امنیت کمېټې د پوله‌ساتو ځواکونو د رسنیو مرکز له قوله راپور ورکړی چې پر خواهان، شکي، نسي، مایمي، شغنان او شکاشم ولسوالیو چې له تاجکستان سره ۹۱۰ کیلومټره ګډه پوله لري، د شویو بریدونو له کبله ۱۰۳۷ افغان ځواکونو دغه هېواد ته شاتګ کړی دی.

د تاجکستان خاور اژانس راپور ورکړی چې یادې ولسوالۍ طالبانو ته په لاس ورغلي، خو محلي سرچینې وايي چې مایمي او د درواز نورې ولسوالۍ تر اوسه د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې په کندوز کې د شېرخان بندر له نیول کېدو وروسته له ۱۰۰ ډېر پوله‌ساتي ځواکونه تاجکستان ته شاتګ کړی و او د تاجکستان دولت یاد ځواکونه له دوشنبې څخه کابل ته را ولېږدول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام