د پنجشېر د عنابه ولسوالي د تاواخ سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د نامسووله وسله‌والو د یوې ډلې مشر حمید خراساني بېګاه په یاده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.

دوی وايي، حمید خراساني داسې مهال پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې د طالبانو بیرغ ورسره و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجشېر محلي سرچینې هم مني چې حمید خراساني او وسله‌والو یې په دغه ولایت کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی دی.

په پنجشېر کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې حمید خراساني له دوو نورو وسله‌والو سره په یاد برید کې ټپي شوی او سیمه یې پريښې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پنجشېر د ولایت مقام نظر هم واخلو، خو هغوی زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

حمید خراساني د نامسووله وسله‌والو د یوې ډلې مشر دی چې تل به یې پر حکومت نیوکې کولې او له کابله پنجشېر ته تښتېدلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام