Asset 1SWN

بغلان؛ د پاڅونوالو یوه قوماندان په مېلمستون کې چاودنې ۱۰ کسان ټپیان کړي

WhatsApp-Image-2021-01-20-at-2.41.03-PM-248x165

د بغلان محلي چارواکي او ولسي سرچینې وايي چې د پخواني جهادي او د ۱۰۰ ولسي پاڅونوالو د اوسني قوماندان ملا علم په مېلمستون کې یوې چاودنې د نوموړي په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ملا علم خپلوان وايي چې دا پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال شوې چې هغوی ډوډۍ خوړله.

د قوماندان علم مشر زوی عارف مطمئین له سلام‌وطندار سره مرکه کې پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې له خپلو مېلمنو او د کورنۍ غړیو سره یې ډوډۍ خوړله چې چاودنه وشوه.

مطمئین وايي چې په دې پېښه کې د قوماندان علم په ګډون، د هغه ۲ ځامن، ۵ ساتونکي او ۲ ملکیان چې د ملا علم خپلوان وو، ټپیان شوي دي.

په بغلان کې د ملي اردو د لوا قوماندان فریدخان سیدخېلي وايي چې پېښه د بغلان دویمې امنیتي حوزې ته نږدې شوې او ماین مخکې له مخکې د ملا علم په مېلمستون کې ځای پر ځای شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام په پلخمري ښار کې پر یوه کور د هاوان لګېدو له کبله ۸ ماشومان ټپیان شول.

تصویر: قوماندان ملا علم

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام