Asset 1SWN

سلام وطندار

د تخار د درقد ولسوالي د یوه ټولي قوماندان له څلورو سرتېرو سره وژل شوی

WhatsApp-Image-2021-01-09-at-12.51.40-PM-1-211x165

د تخار امنیتي مسوولان او ولسي سرچینې مني چې د دغه ولایت د درقد ولسوالي د یوه ټولي قوماندان له خپلو څلورو سرتېرو سره وژل شوی دی.

یوې ولسي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د درقد ولسوالي پر مرکز د طالبانو په برید کې د یادې ولسوالي د ټولي قوماندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې نښته بېګاه ۱۲ بجې پیل او د نن سهار تر ۴ پورې یې دوام وکړ.

د سرچینې په وینا، د هوا سوړوالي او د طالبانو بریدونو له کبله د امنیتي ځواکونو ټپیان روغتون ته نه دي لېږدول شوي.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو د رسنیو مسوول عبدالهادي نظري هم دا پېښه مني، خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه ورکوي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د دې ډلې یو وسله‌وال هم وژل شوی او د امنیتي ځواکونو یو ټانګ یې له منځه وړی دی.

طالب ویاند ذبېح‌الله مجاهد د درقد ولسوالي د ټولي قوماندان نوم سلطان‌محمد یاد کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام