Asset 1SWN

سلام وطندار

په میدان وردګ کې د «مڼې ګل» دودیزه مشاعره جوړه شوه

مشاغر ه ۱۱

په میدان وردګ کې د مڼې ګل یوویشتمه دودیزه مشاعره سږ کال د دغه ولایت د چک ولسوالي اړوند د «چک برښنا بند» سیمه کې جوړه شوه چې ګڼ‌شمېر نوموتو شاعرانو او مینه‌والو په‌کې ګډون کړی و. دا مشاعره پرون ماسپښین درې بجې پیل او د بېګاه شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

د مڼې ګل دودیزې مشاعرې یو جوړوونکی سیدمصطفی حماس وايي، د مڼې ګل مشاعره چې له یوویشت کلونو راهیسې هر کال د میدان وردګ په مرکز او کله کله د دغه ولایت په نورو سیمو کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي چې د دې مشاعرې موخه له یوې خوا د ځوانو شاعرانو او لیکوالانو هڅول او د پټو وړتیاوو را برسېره کول او بله‌خوا هم په شعرونو کې د میدان وردګ ولایت د مشهورې مېوې (مڼې) نوم تازه کول دي. نوموړی خوښي څرګندوي چې د دوو لسیزو له ناخوالو سره سره بیا هم له ګڼ‌شمېر شاعرانو او لیکوالانو سره په دې مشاعره کې ګډون کوي.

 په همدې حال کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رییس احمدالله وثیق د مشاعرې په پیل کې وویل، شاعران باید په خپلو شعرونو کې خلک هېوادپالنې او ملي یووالي ته را وبولي او په ولسونو کې د ورورګلوي فضا جوړه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي هم په میدان وردګ کې د مڼې ګل دودیزې مشاعرې جوړولو د ستاینې تر څنګ وویل، د هغو شاعرانو او لیکوالانو کتابونه به وړیا چاپ کړي چې د دوی له پالیسي سره برابر وي او هغوی یې د چاپ وسه ونه لري.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هېواد ګڼ‌شمېر او نوموتو شاعرانو په دې مشاعره کې د هېواد‌پالنې تر څنګ، د میدان وردګ ولایت د مشهورې مېوې «مڼې» ستاینه وکړه.

 د منې ګل مشاعرې بنسټ له نن څخه ۲۱ کاله پخوا په میدان وردګ ولایت کې اېښودل شوی او په تېرو دوو لسیزو کې به هر کال د دغه ولایت په مرکز میدان‌ ښار کې جوړېده، خو تېر کال دا مشاعره د جلرېز ولسوالي په سنګلاخ دره کې جوړه شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام