د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼ‌شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ‌ مینه‌والو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

د لوګر  د سنځل ګل ۱۶ دودیزې او عنعنوي مشاعرې ته له کابل،ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او میدان وردګو ولایتونو څخه لسګونه شاعران راغلي وو او په خپلو شعرونو کې یې د سنځلې ګل ترڅنګ د لوګر ولایت تاریخې، فرهنګي او ادبي ستاینې وکړې او په هیواد کې یې په تلپاتې سولې او وروولۍ ټینګار وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مشاعرې ګډونوالو له ا.ا څخه غوښتنه وکړه چې ادبي او کلتوري شخصتونو ته ازادي ورکړي او  په هېواد کې شته اقتصادي او سیاسي ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

د سنځل ګل مشاعرې یوشمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د اسلامي امارت په مسوولانو هم غږ وکړ چې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیزي او د دوي پر وړاندې تند دریځ نرم کړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم وویل چې د سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو په ګډون له پکتیا، پکتیکا، خوست،میدان وردګو او کابل څخه لسګونه شاعرانو او سلګونه د شعر مینه‌والو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه لوګر کې هر کال د سنځل ګل مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یوالي او ورولۍ په موخه ترسره کېږي چې سږ کال سنځل ګل دودېزه مشاعره کې ځکه د ګډونوالو شمېر زیات و چې هېواد کې امنیت خوندي و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې هر کال د سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره او مېله د سنځلې ګل له سپړېدو سره سمه ترسره کېږي چې د لوګر ولایت سربېره، د افغانستان د ګڼو ولایتونو شاعران او فرهنګیان په کې ګډون کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام