د راپورونو له مخې، پرون جمعه اسراییلي ځواکونو د فلسطین په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د یوې وسله‌والې ډلې د یوه مشر په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

رسنیو د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي، دغو بریدونو کې د «اسلامي جهاد وسله‌واله ډله» په نښه شوې چې د یوه مشر په ګډون یې ځینې وسله‌وال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا په فلسطین کې روغتیا‌پالان وايي چې دغو هوايي بریدونو کې د یوې پنځه کلنې ماشومې او ۲۳ کلنې مېرمنې په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي. خو اسراییلو بیا ویلي، برید کې یې تر ۱۵ پورې وسله‌وال کسان وژلي دي.

په همدې حال کې رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو د یادو هوايي بریدونو وروسته د اسلامي جهاد وسله‌والې ډلې له لوري نږدې سل توغندي د اسراییلو پر لور توغولي چې ډېر یې د دغه هېواد دفاعي سېسټم شنډ کړي دي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې دغه بریدونه غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت پر غزې د اسراییلو ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندي او د دغو بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.

 

نوموړي لیکلي: «د ا.ا د غزې په مظلومو او بې‌دفاع مسلمانانو د اسراییلو ظالمانه بریدونه چې په‌کې ګڼ‌شمېر فلسطینیان شهیدان او زخمیان شوي، په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي. اسلامي امارت په نړیوالو غږ کوي چې د اسراییلي رژیم د وحشتونو او تېري په مخنیوي کي خپل مسوولیت ادا کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې یو‌شمېر فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام