Asset 1SWN

داعش ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

انفجار-در-خیابان-وزارت-خارجه-q44szjrgac0hbfi6u9hyppd8nj775hu7ju3pkm17rc

داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. د داعش ډلې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي چې کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې شوی ځانمرګی برید د دې ډلې یوه غړي کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې ډلې د وري په اوومه، د دوشنبې په شپه ادعا کړې چې یاد برید کې یې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون، ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. پرون دوشنبه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت له دې چاودنې یو ساعت وروسته اعلان وکړ چې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «ملک اصغر څلورلارې» کې له یوه امنیتي چک‌پاینټ سره چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپل ټویټر لیکلي و چې په دې چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي او د اسلامي امارت د درېوو غړیو په ګډون، یوشمېر نور ټپیان دي.

خو کابل کې د ایمرجنسي روغتون بیا پر ټویټر لیکلي و چې د یادې پېښې له ځایه دوه جسدونه او د یوه ماشوم په ګډون، ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې داعش وسله‌والې ډلې څه موده مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت دروازه کې ځانمرګی برید وکړ چې له کبله یې د دغه وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون، یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام