Asset 1SWN

مهاجر فراهي: هلمند کې د تصویري راپورونو د منع کولو موضوع څېړو

s960_Working_with_the_Afghan_media_in_Helmand

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» مسوولان وايي، د هلمند محلي چارواکو د له خبریالانو غوښتي چې د دغه ولایت له مسوولانو او اوسېدونکو څخه دې تصویري راپورونه نه جوړوي او نه هم خپروي.

د «نی» مسوول ظریف کریمي وايي چې د دغه محدودیتونو لګول به افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «تېره ورځ د دې شاهدان یوو چې د هلمند محلي مسوولانو خبریالانو او رسنیو ته امر کړی، حق نه لري چې له مسوولانو او خلکو څخه ویډیو وکړي او نشر یې کړي، خو دغه عمل کولای شي چې پر رسنیو فشار وي او اړوند مسوولان باید ځواب ووايي.»

په همدې حال کې د یو‌شمېر ولایتونو خبریالان د تازه لګول شویو محدودیتونو له امله اندېښنه ښيي او وايي چې د راپور چمتوو کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سیدمعروف سعیدی، خبرنگار رادیو سلام‌وطندار در هرات و حبیب‌الله، خبرنگار یکی از رسانه‌های داخلی در تخار، می گویند:

هرات کې د سلام‌وطندار خبریال سیدمعروف سعیدي وویل: «له بده مرغه چې له څه مودې راهیسې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، که خبریالان وغواړي چې یو راپور چمتو کړي، ورځې وخت غواړي.»

همداراز تخار کې د سلام‌وطندار یو بل خبریال وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې پر خبریالانو محدودیتونه زیات شي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا محلي مسوولانو ته په یوه مکتوب کې ویل شوي چې حکومتي چارواکی له خبریال سره د مرکې کولو حق نه‌لري.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې دوی هلمند کې پر خبریالانو د تازه محدودیتونو په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي وویل: «ځینو رسنیو کې اوازې دي چې هلمند کې رسنیو ته ویل شوي چې تصویري راپورونه دې نه جوړوي، خو د دغه موضوع په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه دی خبر او ټاکل شوې چې یاد وزارت دا موضوع وڅېړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ نی همداراز ویلي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راپدېخوا هېواد کې ۵۰سلنه تصویري او غږیزو رسنیو خپل فعالیتونه درولي او چاپي رسنۍ هم له فعالیته لوېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام