Asset 1SWN

خبریالان: د حکومتي ادارو ویاندویان پر وخت معلومات نه راکوي

230-113323-4e97c6b85b6d4ac24d0108d9a4127c48

یو‌شمېر افغان خبریالان د حکومتي ادارو د ویاندویانو له لوري دوی ته پر ځنډ د اطلاعاتو د ورکولو او اطلاعاتو ته د نه‌ لاسرسي له امله شکایت کوي.

کابل کې خبریال ذبېح‌الله سروري سلام‌وطندار ته وايي چې د حکومتي ادارو د ویاندویانو له‌خوا په ځنډ د اطلاعاتو وړاندې کول دوی د اطلاع رسونې په برخه کې له خنډ او ننګونو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یوې مهمې پېښې پر مهال خلک تمه لري چې د رسنیو له لارې پر وخت معلومات ترلاسه کړي، خو هغه وايي چې ډېری کله خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کېږي.

په ورته مهال خبریالان وايي چې ډېری وخت د اسلامي امارت اړوند ویاندویان د خبریالانو پوښتنې نه ځوابوي او که ځواب ویلو ته اماده هم شي، بشپړ معلومات نه ورکوي.

یوه بله خبریاله یاسمین صافۍ وايي چې کله یې هم د حکومت ویاندویانو څخه د یوې موضوع په اړه د ځواب غوښتنه کړې، لومړی حاضر شوي نه دي او په وینا یې، که حاضر هم شي، بشپړ معلومات نه شریکوي.

بل‌خوا نی یا د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ مسوولان وايي چې څه باندې پنځه ځله خبریالانو دغه بنسټ ته اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کړی دی.

د نی اجراییي رییس ظریف کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست پر ځای دې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رامنځته او کاري ساحه دې پراخه شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې سره به یاد کمېسیون څارنه وکړي او هغه شکایتونه به وڅېړي چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له کبله کېږي. هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نافذېدو غوښتنه هم وکړه.

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو معین حیات‌الله مهاجر فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه تاییدوي او وايي چې دغه وزارت به د یادو محدودیتونو لرې کولو برخه کې خپله همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «موږ خپل کار پیل کړی او هڅه روانه ده چې د اطلاعاتو رسولو بهیر چټک شي، څو مطبوعاتو ته پر وخت اطلاعات ورسېږي او پلان لرو چې ویاندویان یو ځل بیا راوغواړو  او ورته ووایو چې خبریالانو ته اطلاعات د دوی له غوښتنو سره سم ورکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او په دې وروستیو کې د یو‌شمېر وزارتونو له لوري رسنیو ته د معلوماتو له ورکړې ډډه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام