Asset 1SWN

سلام وطندار

نی: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ۱۷سلنه تاوتریخوالی کم شوی

8B34DF53-F50B-4B09-8903-9DF16953EDA0_w1200_r1

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) شنبه د مرغومي لسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۱۷سلنه کمښت راغلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرو شلو کلونو په څېر په ۲۰۲۲ کال کې هم د خبریالانو د ورکېدو پېښې ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نی بنسټ د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې د خبریالانږ او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې دغه بنسټ تېر کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت کړې وې.

د نی په خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې د تاوتریخوالي د پېښو شمېر ۲۷ و چې د تېر کال په پرتله ۱۷سلنه کموالی ښيي.

په روان کال کې د ثبت شویو ۱۳۲ پېښو له جملې څخه ۲وژل شوي، درې مړه شوي، ۲ ټپيان شوي، ۳ احضار شوي، ۵ ورک شوي، ۲۲ وهل شوي، ۴۶ د ګواښ او سپکاوي او ۴۹ نیول شوي دي. په داسې حال کې چې تېر کال د نی دفتر د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت کړې وې.»

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ ټینګار کړی چې ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړندې د تاوتریخوالي ۱۷سلنه کمښت په دې معنی نه دی چې افغانستان دې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره امن هېواد وي.

نی زیاته کړې: «که څه هم په ۲۰۲۲ کال کې موږ د تاوتریخوالي د کمو پېښو شاهد یوو، خو ۲۰۲۲ کال د خبریالانو د وهلو او ډبولو پېښې په برخه پیمانه وې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بنسټ همداراز ویلي چې په تېر څه باندې یوه کال کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وزګار شوي او څه باندې ۵۰سلنه تصویري، نږدې ۴۸سلنه غږیزو، ټولو چاپي رسنیو او ۸۰سلنه خبري اژانسونو او انلاین رسنیو خپل نشرات درولي او یا یې کم کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام