Asset 1SWN

سمنګان کې نجونو او هلکانو ته د فوټبال او ټېنس لوبغالي جوړ شول

ecd52be7-6c9e-4a90-adf5-198fdaed588a

د سمنګان د لوړو زده‌کړو موسسې مسوولان وايي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه موسسه کې د ۳۵زره ډالرو په ارزښت د هلکانو لپاره د فوټبال او د نجونو لپاره د ټېنس لوبغالي جوړ کړي دي.

د سمنګان د لوړو زده‌کړو موسسې رییس حبیب‌الله احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادو دوو لوبغالو د رغونې چارې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د لړم ۲۳مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د استازي په حضور کې پرانېستل شول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال سمنګان کې یو‌شمېر ورزشکارې ښځې د یادې پروژې له پلي‌کېدو خوښي څرګندوي او وايي، خوښې دي چې دې ولایت کې د ښځو او نجونو لپاره د ورزش زمینه برابره شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري یاد ولایت کې نجونو او هلکانو ته د ټېنس لوبې د زده‌کړې په موخه یوه میاشتنۍ روزنه هم ورکړل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام