په روزګان کې د بېلابېلو ورزشي برخو لوبغاړي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د لوبو لپاره معیاري لوبغالی نهلري او تراوسه دې برخې ته هېڅ پام نه دی شوی.
روزګان کې یوشمېر لوبغاړو سلاموطندار ته ویلي چې د تېرو شلو کلونو راهیسې حکومتونو د ورزشکارانو ستونزو ته پام نه دی کړي او دوی د سپورټ برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرېکټ یو لوبغاړی شمسالله شمشاد وايي چې روزګان کې د کرېکټ لوبې لپاره د معیاري لوبغالي سربېره، د یادې لوبې د لوبغاړو د روزنې لپاره اکادمي او روزونکی هم نهلري.
نوموړي له مسوولانو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره پام وکړي، څو دوی وکولای شي، په ولایتي سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
په ورته مهال روزګان کې یوشمېر نور لوبغاړي بیا د اقتصادي ستونزو له امله سرټکوي او وايي چې د مسوولانو نه پام او اقتصادي ستونزو دوی له ورزش زړه توري کړي دي.
روزګان کې د فوټبال لوبغاړی سیداحمد وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې ورزش ته شاه کړې او نه یې شوای کولای چې سپورټ ته دوام ورکړي.
نوموړی له حکومت غواړي چې روزګان کې د ورزش برخه کې کار وکړي او هغو ورزشکارانو ته د مياشتې معاشونه وټاکي چې د ورزش برخه کې لاسته راوړنې لري.
په ورته مهال هغه خصوصي کلبونه چې په ترينکوټ ښار کې فعاليت کوي، مسوولان یې وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې تر نيمايي ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړي دي.
په روزګان کې د بد ښکلا يوه کلب مسوول زمری وايي چې له څو کلونو راهیسي د ورزش په برخه کې کار کوي، خو اوس يې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او ان خپل لګښت هم نشي پوره کولای. بلخوا د روزګان محلي مسوولان دغه ولایت کې د ورزشکارانو ستونزې تاییدوي او د حل ډاډ ورکوي.
د روزګان د ورزش امر قدرتالله الفت سلاموطندار ته ویلي چې دوی پلانی لري، څو د بېلابېلو سپورټي برخو د غوره لوبغاړو د پېژندنې لپاره ولایتي سیالۍ وکړي.
په ورته مهال نوموړي وویل چې دغه ولایت کې دا مهال یو ورزشي لوبغالی لري او هڅه کوي چې په بېلابېلو سپورټي برخو کې لوبغالي جوړ کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
روزګان د هېواد له سوېلي ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یوشمېر ځوانانو بېلابېلو ورزشي لوبو لکه واليبال، کرېکټ، فوټبال، ووشو، د بدن ښکلا او نورو ورزشي لوبو ته مخه کړې ده.