Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپل کې یوه سوداګر په یو لک ډالرو نجونو ته یو ښوونځی جوړ کړی

سرپل ۱

د سرپل محلي مسوولان د دغه ولایت په سانچارک ولسوالي کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه ښوونځی په یو لک امریکايي ډالرو جوړ شوی دی. 

د سرپل د پوهنې رییس محمد رحماني وايي، یاد ښوونځی د سانچارک ولسوالي په چاروح سیمه کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د نجونو دغه ښوونځی پر ۱۲۰۰ متر مربع ځمکې جوړ شوی چې یو پوړ او نهه درسي ټولګي لري او په بنسټیز او پاخه ډول جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي چې د دغه سوداګر دا پانګونه نه یوازې کمه نه‌ده، بلکې د روښانې راتلونکې لپاره د ښې راتلونکې زېری له ځان سره لري.

د سرپل یوشمېر قومي مشران او اوسېدونکي هم د یوه سوداګر له لوري د دغه ښوونځي جوړول ستايي او له نورو سوداګرو او خیرغوښتونکو هېوادوالو غواړي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نور ښوونځي هم جوړ کړي، څو یې د بچیانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام