د حج او اوقافو وزارت مسوولان وايي، ټاکل شوې چې سږکال د حج فریضې ادا کولو لپاره له افغانستان څخه ۳۰زره افغان زیارتکوونکي سعودي عربستان ته لاړ شي.
د حج او اوقافو وزارت مسوولانو «نن یکشنبه د غويي لسمه» کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل چې د افغانستان د پرلهپسې غوښتنو وروسته د سعودي حکومت سږکال «۱۴۰۲» د حج ادا کولو لپاره د افغانستان سهمیه ۳۰۰۰۰ کسانو ته لوړه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېر کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ افغانانو د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو. د حج او اوقافو وزارت مسوولانو یادې خبري ناستې ته همداراز ویلي چې سږکال یې بهر مېشتو افغانانو ته د حج ادا کولو لپاره د ۱۰۰۰ کسانو سهمیه هم ځانګړې کړې ده.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وویل: «سږ کال د هر افغان حاجي لګښت ۳ زره ۹۲۴ اعشاريه ۴۱ امريکايي ډالره (۳۹۲۴.۴۱) اټکل شوی چې کابو ۳۴۰ زره ۵۰ افغانۍ کېږي. د اسلامي امارت په غوښتنه د سعودي عربستان حکومت افغانستان ته د حاجيانو ۳۰ زره سهمیه ځانګړې کړې په داسې حال کې چې ياده سهمیه تېرکال ۱۳۵۸۲ وه.»
په ورته مهال نورمحمد ثاقب دې خبري ناسته کې زیاته کړه چې دغه وزارت د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره ۶۵۲ ښوونکي هم ګومارلي چې د حج فریضې ادا کولو پر مهال به افغان حاجیانو ته لارښوونې کوي.
د حج او اوقافو وزارت د مسوولانو په وینا، په لومړي ځل د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د خوړو برابرولو لپاره یو تړون هم لاسلیک شوی چې پر بنسټ به یې افغان حاجیانو ته د ورځې درې وخته ډوډۍ هم ورکول کېږي.
د سعودي عربستان حکومت داسې مهال د حج ادا کولو لپاره د افغانستان سهمیه لوړه کړې چې تېرو کلونو کې افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.
خو دغه وزارت وايي چې سږکال یې د افغان زیارت کوونکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې شته ستونزې هوارې کړي.