سږکال به ۳۰زره افغانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي
د حج او اوقافو وزارت مسوولانو «نن یکشنبه د غويي ۱۰» کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د افغانستان د پرلهپسې غوښتنو وروسته د سعودي حکومت سږکال د حج ادا کولو لپاره د افغانستان سهمیه ۳۰۰۰۰ کسانو ته لوړه کړې. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېر کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ افغانانو د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.