له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورونا ویروس له امله د حج فریضې د ادا کولو په موخه د افغانانو د تلو بهیر درول شوی و، خو اوس د اسلامي امارت مسوولان وايي چې دغه بهیر یې له سره پیل کړی او ټاکل شوې سږکال ۱۳۵۸۲ افغان زیارت کوونکي د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د حج او اوقاف وزارت ویاند فضل‌محمد حسیني سلام‌وطندار ته وايي چې سعودي عربستان کې د حج فریضې د ادا کولو په موخه د افغان زیارت کوونکو د لېږد لپاره چمتووالی پیل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسیني د حج د  ادا کولو لپاره سعودي ته د تلونکو کسانو د شرایطو په اړه وايي، حج کوونکي باید د کورونا او انفلونزا واکسین کړی وي او عمر یې له ۶۵ کالونو څخه لوړ نه وي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «له بده مرغه سعودي سږکال د حج ادا کولو په اړه ناوخته خبر ورکړ. افغانستان ته سږکال د ۱۳۵۸۲ کسانو سهمیه یا ونډه ورکړل شوې او اسلامي امارت په کور دننه د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر لپاره خپل چمتووالی پیل کړی دی.»

ویل کېږي چې سږکال د تېرو کالونو په پرتله سعودي عربستان افغانستان ته د حج د ادا کولو سهمیه کمه کړې ده.

د حج او اوقاف وزارت مسوولان همداراز زیاتوي چې په تېرو کالونو کې نږدې ۸۰۰۰۰ افغانانو د حج د ادا کولو لپاره نوملیکنه کړې او د پچې اچونې پربنسټ به سږکال په ټاکل شوي شمېر افغان زیارت کوونکي په ترتیب سره سعودي عربستان ته ولېږدول شي. دوی ډاډ ورکوي چې سعودي ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر به په شفافه توګه مخې ته یوسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تېرو کالونو کې هم سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو په موخه د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ وو چې سږکال هم دغه بهیر له شيږ میاشتني ځنډ وروسته پیل شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام