د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولانو ویلي چې د مخکیني حکومت په ړنګېدو سره او واک ته د اسلامي امارت له راتلو وروسته یې په شپږو میاشتو کې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان ولایت مستوفي محمد نعیم ملنګ ویلي چې ډېری عواید یې د پاسپورټ مدیریت، کانونو ریاست او د کرنې او اوبو لګولو ریاست څخه راټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملنګ زیاته کړې چې د اسلامي امارت د ماليې وزارت په یوه تازه فرمان کې د ۱۳۹۰ کال مالیات له جریمې سره یې بښل شوي او له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۵ کاله پورې ۵۰ سلنه مالیات باید ورکړل شي او جریمه یې بښل شوې ده.

د بغلان مستوفي همداراز ټينګار کړی، هغه کسان چې د ۱۳۹۶ تر ۱۴۰۰ کال پورې د مالیاتو له درکه جریمه شوي، د مالیاتو د ورکړې په صورت کې به یې جریمه بښل کېږي.

د یاد ولایت د مستوفیت مسوولانو زیاته کړې چې د دې ادارې د لا مالیاتو د راټولو پر څرنګوالي یې کار پیل کړی او د روان لمریز کال تر پایه به یې عاید څو برابره لوړ شي.

په همدې حال کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مصطفی هاشمي ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یوشمېر کسانو د دې پرځای چې د دولت خزانې ته عاید راټول کړي، خپلو جېبو ته به یې اچول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتلو سره، اوس دغه پیسې په رڼه توګه د دولت خزانې ته لوېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام