Asset 1SWN

لغمان کې د کور چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي

58f39e1b-b539-4588-8181-7aba4709c343

د لغمان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې ده.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس خيرمحمد غازي وايي چې پېښه د یاد ولایت اړوند په الیشنګ ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده. پېښه بېګاه شپه دوه بجې د الیشنګ ولسوالي په قلعتک کلي کې شوې ده.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس همداراز زیاتوي چې دې پېښه کې د شېرزاد په نوم کس له خپلې مېرمنې او پنځو زامنو سره یوځای مړه شوي او د دې کورنۍ یوازې یوه کوچنۍ نجلۍ ژوندۍ پاتې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د یاد کور د چت پرېوتو اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو له دې وړاندې ورته پېښې د سختو اورښتونو، زلزلو او زړو کورونو له امله رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام