د لغمان ولایت اړوند په دولت‌شاه ولسوالي کې د فرشغان د ۱۷ کيلو مټره سړک د رغونې چارې د یاد ولایت د محلي چارواکو له لوري رسمنآ پیل شوې. 

د لغمان والي ذين العابدین عابد وايي، د فرشغان درې ته د ۱۷ کیلو مټره غځېدلي سړک په جوړېدو سره به په سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د دولت شاه ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به په دې سیمه کې نورې پروژې هم پیل کړي.

دغه سړک د کار په مقابل کې د غذا پروګرام پر مټ جوړېږي چې اوس مهال په‌کې څلور سوه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره ده چې د ولایتي ادارې له لوري ورسره د تخنيکي وسايلو او مشينرۍ په برخه کې مرسته کېږي.

د يادې سيمې قومي مخورو د لغمان ولایت له مسوولانو څخه د دغه سړک د رغونې چارو د پیل له امله مننه وکړه او پر وخت یې د یاد سړک د کارونو پر بشپړېدو ټينګار وکړ.

دوی د لغمان والي څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې دې په یاده سيمه کې نورې پروژې هم پيل کړي، څو د ولسونو ستونزې راکمې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

والي عابد وايي، په ټول لغمان کې به کار د غذا په مقابل کې د کار  پروګرام پيل کړي چې زرګونو کسانو ته به په‌کې د کار زمينه برابره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام