د جلال‌اباد ښار نهمه ناحیه کې د «عبدالخېلو» ۴۰ متره سړک چې ۱۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د جلال‌اباد ښار د کونړ لويې‌لارې سره نښلوي چې د جوړېدو ټکنۍ چارو یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه سړک چې زیاته برخه یې له استوګنیزو سیمو تېریږي، د جوړولو چارې یې شاوخوا ۳ کاله وړاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پیل شوې، خو سره له دې چې د جوړولو لپاره یې قراردادي شرکت ته یو کال وخت ورکړل شوی و، تراوسه یې چارې نه دي بشپړې شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه سړک د کارونو ټکني کېدو له امله زیاتو ستونزو سره مخ دي او مسولې ادارې دې د کارونو بیا پیل ته پام ډېر کړي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی یعقوب خان سلام‌وطندار ته وايي، «سړک خراب دی، د دوړو او ګردونو له امله خلک زیاتو ستونزو سره مخ دي. بېلابېلو تکلیفونه ورته پیدا کېږي، نوی حکومت نه غواړو چې سړک موږ ته جوړ کړي. په تېر حکومت کې به یې کارونه کله شروع او کله بند شول.»

د قراردادي شرکت ځايي مسوول امان‌الدین وويل، د دغه سړک ۵۵ سلنه چارې بشپړې شوي، خو تراوسه یې یوه برخه پیسې د نړیوال بانک له لوري دغه شرکت ته نه‌دي ورکړل شوي.

هغه زیاتوي، که پیسې ورکړل شي، چمتو دي چې پاتې چارې يې ژر بشپړې کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د دې سړک کارونه ډېر سرته رسېدلي او د سقوط نه یوه میاشت وړاندې یې د کارونو سټنډرډ کتل شوي، خو هغه پيسې چې شرکت له خپل جیب مصرف کړي، تر اوسه ندي ورکړل شوي. مسوولان ګرځي، څو پیسي ترلاسه کړي، کله چې وشي، نو بېرته به یې کارونه پیل شي.»

خو د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس مولوي یارمحمد محمدي وايي، د «عبدالخېلو» سړک کارونه ۳۰ سنله بشپړ شوي او پاتې چارې یې د وروستیو سیاسي بدلونونو په دلیل ځنډېدلي دي.

ده وویل، د دغه سړک د چارو بیا پیل لپاره یې لوړپوړو مسوولانو سره خبرې کړي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د عبدالخېلو سړک ۳۰ سلنه کار شوی په اساسي شکل ښه شوي دی. دا باقي کارونه د سیاسي بدلون په وخت کې د مشکلاتو په خاطر پاتې دي. موږ ټول مصروف یو چې څو اویا سلنه پاتې کارونه هم بېرته پیل شي او د دې لپاره مو وزارت سره موضوع شریکه کړې ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته نورو ولایتونو کې هم ګڼې رغنیزې پروژې چې پيسې بهرنیو ملاتړ کوونکو ادارو ورکولې، په ټپه درېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام