ای‌پي‌اېل لیګ کې نن حیدراباد له لکناو سره لوبه کوي

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن شپه د سن‌رایزر حیدراباد لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ پیل شي. افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي په سن‌رایزر حیدراباد او لکناو سوپر جاینټز لوبډله کې بیا بل افغان لوبغاړی نوین‌الحق لوبېږي.

دایکندي کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پنج‌شنبه ماښام د وري ۱۷مه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

کندهار کې یوه کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې یوه روږدي کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

پېښه بېګاه شپه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

کابل کې یوې مېرمنې ۱۵ بې‌سرپرسته ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

کابل کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت ۱۵ نورو بې‌سرپرسته ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ښځو د کار پر وړاندې له شته محدودیتونو سربېره بیا هم دغه بې‌سرپرسته نجونې او مېرمنې د «مینه» په نوم د خوږو خوړو دغه کوچنی کارځای ته ورځي او هره ورځ لس ساعته کار کوي.