Asset 1SWN

دایکندي کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

WhatsApp Image 2023-04-07 at 8.09.02 AM

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پنج‌شنبه ماښام د وري ۱۷مه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د نیلي ښار اړوند خوالک نومي کلي رامنځته شوې چې له کبله یې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. پېښه د موټرسایکل سپورو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په ورته مهال تېره ورځ د دغه ولایت په شهرستان ولسوالي کې د اسلامي امارت اړوند رنجر موټر یو ۵۵کلن کس وواهه چې له امله یې ساه ورکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټرافیکي قوانینو نه مراعت، د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي د نورو لاملونو څنګ هغه لاملونه یادېږي چې له امله دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام