Asset 1SWN

بنګله‌دېش په یوازینۍ ټېسټ‌لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

357626

د بنګلدېش او ایرلند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ یوې ټسټ لوبه کې کوربه بنګلدېشۍ لوبډلې ایرلنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د بنګلدېش مېرپور کې وشوه، ایرلنډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړې. یاده پاڼۍ کې د ایرلنډ لپاره یوازې هري ټک‌ټر ښه لوبه وکړه ۵۰ منډې یې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ځواب کې د بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلې د مشفق‌الرحیم د سلیزې او شکیب‌الحسن د نیمه سلیزې پرمټ وکولای شوای چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۹ منډې جوړې کړې. مشفق‌الرحیم ۱۲۶ او شکېب‌الحسن ۸۷ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په دویمه پاڼۍ کې د لورکان ټک‌کر د سلیزې او هري ټک‌ټر د نیمه سلیزې پر مټ دا ځل ۲۹۲ منډې جوړې کړې چې ورسره یې بنګلدېش ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

کوربه لوبډلې د ۱۳۸ منډو د یادې ټسټ لوبې پر څلورمه ورځ د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه. مشفق‌الرحیم دې سیالۍ کې هم ناسوځېدلې ۵۱ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوبې غوره لوبغاړی هم مشفق‌الرحیم ونومول شو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام