Asset 1SWN

افغانستان نن اماراتو سره درېیمه او وروستۍ شل اووره لوبه کوي

تصویر: کرېکټ بورډ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره د روانې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه ۶:۳۰ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان بېګاه شپه په دویمه شل اووره لوبه کې له اماراتو څخه ماته وخوړه او له هغې وړاندې یې لومړۍ سیالي کې اماراتو ته ماته ورکړې وه.

د نن شپې لوبه چې هره لوبډله وګټي، د روانې شل اووره سیالیو لوبلړۍ اتلولي به په خپل نوم کړي.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اماراتو او افغانستان ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې افغانستان څلور ځله بریا خپله کړې او اماراتو بیا یوازې یوې لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې ده.

که څه هم افغانستان په شل اووره لوبه کې پیاوړې لوبډله کې بلل کېږي، خو په وروستیو څلور سیالیو کې یې یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا اماراتو بیا وروستیو پنځو شل اووره لوبه کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام