Asset 1SWN

پاکستان ته د متقي وړاندیز: دوه اړخیز اختلافات دې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي

F7RX4uGboAAYNV7

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې اختلافات د ډيپلوماټیکو خبرو له لارې حل کړي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې د مسکوفارمټ ناستې څنډه کې د پاکستان او چین استازیو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي هم سلام‌وطندار ته وايي چې د ستونزو د هواري یوازینۍ لاره ډيپلوماټیکې هلې ځلې دي.

 نوموړی که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې جدي نه‌بولي، خو ټینګار کوي، چا ته اجازه نه ورکوي، څو افغان خاوره د ګاونډیو او  نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.

نوموړي وویل: «زموږ اړیکه دومره سطحي نه‌دي چې غیرنورمال وانګېرل شي، خو بیا هم ویلی شو چې هر برخه کې چې ستونزې وي، پر ډيپلوماټیک حل یې باوري یوو.»

متقي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د وروستیو ورځو پر مهال د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په خبري ناستو کې د دغه هېواد د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله د نیوکې ګوته افغانستان ته نیول کېږي.

د تېرو دوو کلونو پر مهال افغان او پاکستاني لوري د شته ستونزو هواري په موخه ډيپلوماټیکې هڅې کړي، خو څنګه چې ښکاري پایلې یې ګټورې نه وې.

 نږدې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف‌خان دراني په مشري یوه پلاوي کابل ته سفر درلود چې موخه یې د دواړو هېوادونو د شته اختلافاتو حل په ګوته شوی و.

په ورته مهال د پاکستان لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس تېره پنج‌شنبه یوې خبري ناسته کې ادعا کړې چې اسلامي امارت یاد پلاوي ته د پاکستاني طالبانو د یو‌شمېر غړیو د نیونې خبر ورکړی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا په دې اړه بې‌خبري ښيي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی بیا پر دې باور دی چې د افغانستان په اړه د پاکستان ادعاوې دې، د ملګروملتونو له لوري وڅېړل شي. نوموړي وویل: «موږ د نړیوالې ټولنې له لارې پاکستان سره خپلې ستونزې حلولی شو چې باید مداخله وکړي او د افغانستان د خلکو غږ واورېدل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د تېرو دوو کلونو پر مهال پاکستان تل تور پورې کړی چې دغه هېواد ته وسله‌وال له افغانستان وراوړي، خو د اسلامي امارت حکومت بیا دغه تورونه رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام