Asset 1SWN

ستانکزی پاکستان ته: افغان کډوالو سره مو چلن د زغم نه دی

vlcsnap-2023-08-23-18h57m33s938

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.

شېرمحمد عباس ستانکزي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې افغان کډوالو سره له ناسم چلن ډډه وکړي او وویل چې د یاد وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یاده غونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل چې هېوادونه دې د افغانستان د کورنیو مسایلو کې په اړه له بې‌ځایه او ناسمو څرګندونو لاس واخلي.

د نوموړي په وینا، «د هر هېواد کورني مسایل باید په خپله هغه هېواد حل کړي او نور هېوادونه حق نه‌لري چې د چا په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شېرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او زورونې لړۍ چټکه شوې چې یاد هېواد کې یې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام