کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، په پام کې لري چې راتلونکو درېوو کلونو کې د «علامه اقبال» د سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ افغان محصلانو ته د زده‌کړو سکالرشیپونه ورکړي.

د سفارت په وینا، د دغو شکالرشیپونو درېیمه برخه د نجونو لپاره ځانګړې شوې ده. ټاکل شوې پاکستان د دغه پروګرام لپاره له دولس‌نیم میلیارډه ډېرې کلدارې ځانګړې کړي.

ګڼ‌شمېر افغانان هر کال د لوړو زده‌کړو په موخه د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ، هند، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو ته ځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان سفارت د اعلامیې پر بنسټ، افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او سلګونه زره نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي؛ نو ځکه یې د یادو سکالرشیپونو درېیمه برخه نجونو ته ځانګړې کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام