د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پرون د یوې وینا پرمهال افغانستان د پاکستان د یوه دښمن هېواد په توګه بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د خپلې وینا پرمهال د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې ویلي، «عمران خان چې کوم تورونه پر پاکستان لګولي، حتا دښمن هېواد افغانستان نه دي لګولي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د دغه غبرګونونو په لړ کې نوموړي ویلي چې له څرګندونو یې ناسم پوهاوی شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته نه یوازې په دغه هېواد، بلکې افغانستان کې هم سخت غبرګونونه شوي دي.

د چارو ځینو شنونکو ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له لورې افغانستان د یوه دښمن په توګه یادول، دا په ډاګه کوي چې دوی له ډېره وخته افغانستان سره ځانګړې دښمني لري.

د شنونکو په اند پاکستان د افغانستان له دښمنانو څخه دی او تل به وي. دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل پاکستان دی او له اسلامي امارت غواړي چې د هېواد په مسله کې دې پر پاکستان تکیه نه کوي.

د چارو شنونکي سلیم پیگیر وویل: «پاکستان موږ ته دښمن و او دښمن به وي، د افغانستان ټول خلک باید پر دې پوه شي. هغه ده خپل ذات یې هم معلوم کړ چې له افغانانو سره څومره دښمني لري.»

بل‌خوا پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر داوزي پر خپله ټوېټرپاڼه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د عکس په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې داسي ځناور هم ژوند کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه مو د اسلامي امارت د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نه شو.

دا پر داسې مهال ده چې له پرون ورځې راهیسې د افغانستان په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه روان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام