د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغانستان یو دښمن هېواد بللی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون د یوې وینا پرمهال افغانستان د پاکستان د یوه دښمن هېواد په توګه بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د خپلې وینا پرمهال د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې ویلي، «عمران خان چې کوم تورونه پر پاکستان لګولي، حتا دښمن هېواد افغانستان نه دي لګولي.»

رویټرز: امریکا به له ا.ا سره د افغانستان د پیسو ازادېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړي

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو سربېره به امریکا له اسلامي امارت سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي. وال‌سټرېټ ژورنال لیکلي و چې امریکا په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې هم درولي دي.

پروان کې د ښوونځيو تړلي‌ پاتې‌کېدو له امله نجونو زده‌کوونکو مدرسو ته مخه کړې

مرجان میرزايي پروان ولایت کې د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړې چې له تېره یوه کال راپدېخوا له ښوونځي څخه راګرځول شوې، وايي، ډېره ناهیلې شوې او ښوونځي ته بېرته ورګرځېدل یې په یوه خوب بدل شوی دی.

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه ټپیان شوي

په فاریاب کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس ټپیان دي.
د پېښې یو عیني شاهد محمدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار ۶:۳۰ بجې د فاریاب د دولت‌اباد او قرمقول لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یوه سراچه ډوله موټر له سړک واوښت چې پرمهال یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.