د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد رفېع ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې سږکال دغه ولایت کې د زردالو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تېرکال د زردالو باغونو څخه ۲۱۲ او سږکال بیا ۲۷۵ ټنه زردالو ترلاسه شوي چې حاصلات کې یې ۳۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د لوګر مرکز پل‌‌علم، څرخ، محمداغې، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې زردالو باغونه دي. سږکال د تېرکال په پرتله ۳۰سلنه د زردالو حاصلات لوړي شوي، تېرکال ۲۱۲ او سږکال ۲۷۵ ټنه زردالو په لاس راغلي دي.»

لوګر کې باغ‌لرونکي که څه هم سږکال د زردالو د حاصلاتو کچې لوړېدل تاییدوي، خو په وینا یې، د بازار نشتون له امله یې حاصلات په نیمه بیه پلورلي دي. دوی د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو څخه غواړي چې کرنیزو محصولاتو ته یې په کور دننه او بهر بازار موندنه وکړي.

لوګر کې د زردالو یوه بڼوال نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «لوګر کې سږکال رښتیا هم د زردالو حاصلات زیات لوړ شوي، خو له بده‌مرغه باید ووایم، چې سږکال زردالو ښه بازار نه‌درلود له ۸۰ افغانیو نیولې بیا ۱۵۰ افغانیو پورې یومن پلورل کیدل.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې د امیري، قیسي، شکرپاره، چهارمغزي او څرخي په نومونو ۵ ډوله زردالو موندل کیږي چې مرکز پل‌علم او څرخ، خوښۍ، بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو کې ګڼ شمېر باغونه شته.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام