د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دوه ورځې وړاندې د جمعې لمانځه پرمهال د هېواد روان امنیتي وضعیت څخه اندېښنه وښوده او د امنیت ټينګښت لپاره یې اسلامي امارت ته یوه طرحه وړاندیز کړه.

د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د پرېکړه‌نیونکې مرجع رامنځته کول، د اساسي قانون تصویب او سرپرست حکومت څخه نوي حکومت ته د واک لېږد، د دغې طرحې له اصلي مواردو څخه دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حکمتیار ویلي، خبرې باید داسې هېواد کې پیل شي چې د افغانستان کورنیو جګړو کې یې لاس نه‌وي لرلی.

نوموړي وویل: «زموږ بحث دا نه دی چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړو او بیا په‌کې اجنډا وټاکو، اجنډا باید داسې وي چې پرېکړه‌نیونکې مرجع باید وټاکل شي چې له خلکو استازيتوب وکړي. موږ تراوسه داسې مرجع نه‌لرو، نه پارلمان لرو او نه هم ملي شورا. واک به د اساسي قانون پربنسټ جوړ شوي انتقالي حکومت ته لېږدول کېږي.»

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي وايي، دغه جبهه هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره د خبرو پیلولو ته چمتو ده او وړاندې شرطونه هم لري.

نوموړي زیاته کړه چې دوی خبرو ته ارزښت ورکوي او هر ډول بین‌الافغاني خبرو ته چمتو دي. نوموړي همداراز وویل، نوی نظام باید د ټاکنو له لارې رامنځته شي او د ټولو افغانانو حقونه په‌کې خوندي وي.

 په ورته د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، اوسنی حکومت د افغانستان پر ټولو سیمو واکمن دی او هېواد کې د اسلامي امارت هېڅ مخالفه ډله شتون نه‌لري.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت پر ټول هېواد واکمن دی او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي. هېواد کې مو سوله او امن ټينګ دی. یو مرکزي نظام د ټولو استازيتوب کوي او هېڅوک یې مخالف نه دي، که څوک طرحه لري، اسلامي امارت سره دې شریکه کړي.»

د یادونې ده چې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش افغانستان څخه درې میاشتني رپوټ کې د دغه سازمان امنیت شورا ته ویلي و، د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې د اسلامي امارت ضد ۲۲ ډلې شتون لري چې یوشمېر یې په ځانګړې توګه د مقاومت جبهه او د ازادي غوښتونکو جبهه پنجشېر، بغلان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې فعالیت لري.

همداراز تېر یوه کال کې د اسلامي امارت او مخالفانو ترمنځ یې د هېواد بېلابېلو سیمو کې نښتې هم شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د دې ترڅنګ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد څه موده وړاندې یوې غونډې ته ویلي و چې امنیتي ځواکونو یې پنجشېر کې د عملیاتو پرمهال ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ نور نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام