د سرپل بلخاب ولسوالي کې یوه ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت د مهدي مجاهد ځواکونو سره د مقابلې لپاره په دغه ولسوالي کې هوايي بریدونو کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د نښتو پر دویمه ورځ د مهدي مجاهد پر کور او دغې ولسوالي کې پر څو نورو موقعیتونو هوايي بریدونه شوي چې د اوښتو تلفاتو په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي، د مهدي مجاهد پر کور تېره ورځ داسې مهال هوايي برید شوی چې هغه په کور کې نه وو. د سرپُل محلي او امنیتي مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو د اطلاعاتو پربنسټ، د اسلامي امارت د سرې قطعې په ګډون استشهادي ځواکونه دغه ولایت کې مېشت کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو پر لومړۍ ورځ د اسلامي امارت ۱۲ او د مهدي مجاهد پنځه کسان وژل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام