د سرپل په بلخاب ولسوالي کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت هزاره‌ توکمي قومندان مهدي مجاهد او د اسلامي امارت ترمنځ څو پړاوه خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې نن د دغو خبرو تازه پړاو پیل شي. سرچینې زیاته کړې چې په دې برخه کې هڅې روانې دي او اسلامي امارت غواړي، دغه ترینګلتیا له هرې ممکنه لارې حل کړي. د تازه پیلېدونکو خبرو موخه کابل ته د مهدي مجاهد بېرته ګرځېدل او د اسلامي امارت د غوښتنو منل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سرپل بلخاب او سانچارک ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغو دوو ولسوالیو نظامي بڼه خپله کړې ده. د اوسېدونکو په وینا، که چېرته دغه خبرې بې‌‌پایلې پای ته ورسېږي، د دواړو لوریو ترمنځ به سخته جګړه رامنځته شي.

د سرپل د بلخاب ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي چې د دغه ولایت مرکز ته راغلي وايي، بلخاب کې روان وضعیت اندېښمنونکی دی. دوی زیاتوي چې مهدي مجاهد او اسلامي امارت د یو بل پروړاندې سرتیري ځای پر ځای کوي.

د بلخاب یوه اوسېدونکې زهرا چې د دغه ولایت مرکز سرپل ته راغلې، سلام‌وطندار ته وايي، که بلخاب کې وضعیت همداسې روان او عادي حالت ته راونه‌ګرځي، افغانستان به یو ځل بیا د کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي.

د نوموړې په وینا، اوس بلخاب ته تګ‌راتګ ستونزمن شوی او دواړه لوریو د خپلې ولکې لاندې سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیولې دي.

د دغه ولسوالي یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د بلخاب ولسوالي اوسېدونکو د یو‌شمېر نورو ولایتونو د اوسېدونکو په ملاتړ له مهدي مجاهد غوښتنه کړې چې د مخالفې جبهې پروړاندې جګړه وکړي.

د نوموړي په وینا، بلخاب ته د اسلامي امارت د پلاوي تګ‌راتګ‌ تراوسه بې‌پایلې و. په همدې حال کې د سرپل یو‌شمېر قومي مشران بلخاب کې د روان ناوړه وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د قومي مشرانو په وینا، د اسلامي امارت او مهدي مجاهد ترمنځ اختلافات چې پخواني ملګري او اوسني دښمنان شمېرل کېږي، په جدي توګه ډېر شوې دي. هڅه مو وکړه چې سرپل کې د امنیتي وضعیت په تړاو د دغه ولایت د محلي مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

له سرچینو څخه سلام‌وطندار ته د رارسېدو معلوماتو پربنسټ، اوس د اسلامي امارت سلګونه جنګیالي په سانچارک کې او سلګونه د مهدي مجاهد له لوري په بلخاب کې د تیارسی حالت کې دي چې د دفاع وزارت یو‌شمېر چورلکې هم د دغه ولایت مرکز ته ورغلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د پوځي تیارسي ترڅنګ دواړو لوریو نن د خبرو لپاره پلاوی هم ټاکل چې روان وضعیت ته له جګړې پرته د پای ټکی کېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام