د بامیان په پنجاب ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت د استخباراتو او د دې ولسوالي د امنیې قومنداني د ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پنجاب ولسوالي د امنیه قومندان ورور وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، وروسته له هغې چې د اغاخان پراختیا بنسټ د پنجاب ولسوالي اړوند «ني‌قول» کلي اوسېدونکو څخه د پور د نه ورکړې له امله شکایت وکړ، د اسلامي امارت ځواکونه سیمې ته ورغلي او یوشمېر کسان یې وهلي او ډبولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکي د عدالت غوښتنې لپاره د یاد ولایت د استخباراتو ریاست ته مراجعه کوي او هلته د یاد ریاست د څلورو ځواکونو له لوري بیا وهل کېږي چې د پنجاب ولسوالي امنیه قومندان مداخله کوي او سیمې ته ځي چې د استخباراتو ځواکونو له لوري تر برید لاندې راځي او په پایله کې یې د امنیه قومندان ورور وژل کېږي.

د پنجاب پوځي ولسوال حکمت حسین وايي چې برید کوونکي نیول شوي او ولسوالي کې وضعیت عادي دی. په ورته مهال د بامیان د امنیه قومنداني ویاند محمدخواني رسا وايي چې دغه پېښه د په تېروتنه رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې یوه سرچینه وايي چې پرون ماښام د بامیانو والي عبدالله سرحدي الوتکه چې د دې پېښې د مهار لپاره د پنجاب ولسوالي پر لورې روانه وه، د تخنیکي ستونزو او تیارې له امله د بامیانو ولایت «یکاولنګ» ولسوالي سرماقول کلي کې بېړنۍ ناسته کړې.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په بامیانو کې د اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې شوې دي. د رپوټونو پربنسټ، یوه اوونۍ وړاندې د کهمرد ولسوالي محلي قومندانانو په خپلو کې سره په نښته شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نږدې درې اوونۍ وړاندې په یوه بله پېښه کې بیا د سیغان ولسوالي د امنیه قومنداني او استخباراتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د امنیه قومندان مرستیال وژل شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام