په پلخ ولایت کې د اسلامي امارت قوماندان مخدوم محمد عالم د نیول‌کېدو په تړاو د فاریاب ولایت د اوسېدونکو له دوه ورځني لاریون او اعتراض وروسته، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست، د هېواد په شمال کې د الفتح قول اردو د قوماندان او د جوزجان ولایت د والي او مسوولانو په ګډون د حکومت یو لوړپوړي پلاوي فاریاب ولایت ته سفر کړی چې په دغه ولایت کې رامنځته شوې ستونزې وڅېړي.

د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد چې فاریاب کې دی وايي، په اسلامي قانون کې لاریونونه ځای نه لري او د غربیانو قانون ډیموکراسي ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راشد په وینا، د اسلام او اسلامي امارت دښمنان هڅه کوي، خلک او په هېواد کې مېشت قومونه د ژبې او قوم په نوم  له یو بل سره په جنګ واچوي چې اسلامي امارت هېچاته د دې کار اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې د الفتح قول اردو قوماندان عطاالله عمري وايي، د اسلامي امارت د نیول شوي قوماندان مخدوم عالم نیول‌کېدل، د حکومت دننه مسله ده چې د حکومت له لوري ورته رسېدنه کېږي او خلک د حکومت په چارو کې د مداخلې حق نه لري.

«اسلامي نظام په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی، هغه کسان چې مداخله کوي په هېڅ عنوان هغوی ته اجازه نه ورکوو او که چېرې د بهرنیانو غلامان برید وکړي، د خپلو اعمالو سزا به وویني.»

د جوزجان والي شعیب رسالت چې په دې غوڼده کې یې حضور درلود وویل، هغه کسان چې سړکونو ته راوتلي وو، خرڅ شوي او د فاریاب له خلکو یې استازيتوب نه کاوه.

د فاریاب والي حفیظ‌الله پهلوان وايي، هغه کسان چې په تېر حکومت کې د عبدالرشید دوستم او نظام‌الدین قیصاري پلویان وو، اوس د مخدوم عالم خواته ولاړ دي چې فلمونه او انځورونه یې له اسلامي امارت سره ثبت دي او په راتلوونکي کې به ورسره چلن وشي.

په فاریاب کې د اسلامي امارت د پلاوي مسوولان وايي، د مخدوم عالم نیول د سوی یې تفاهم له مخې و، خو هغه به ډېر ژر خوشې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام