د کابل ښار یوشمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لاهم د بانکونو چارې عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي.
د پلازمېنې اوسېدونکي زیاتوي چې د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره په ورځو ورځو د خصوصي بانکونو مخې ته ولاړ وي، خو بیا هم نهشي کولای معاشونه ترلاسه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل ښار یوه اوسېدونکي عاید وویل: «دا دوه ورځې راځم پرون هم راغلی وم، نوبت راونه رسېد. دا نظامیان چې ځان ته مجاهد وايي، دوی بېنوبته داخلېږي. سهار۷ بجې راغلی یم، هغه سرکې ولاړ وم، دا یو کال دا ستونزه ده.»
د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې بانکونه د پیسو له کمښت سره مخ دي او هره ورځ تر لسو بجو وروسته د بانکونو څانګو ته پیسې لېږدول کېږي چې دوه-درې ساعته وروسته هغه هم ختمېږي.
خو د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک سره له دې چې تاییدوي، د پخوا په پرتله افغانۍ کمې او زړې شوي، خو په وینا یې، بازار کې پیسې شته.
په ورته وخت کې د خصوصي بانکونو د ټولنې مشر نجیبالله امیري وایي، تر پخوا ستونزې کمې شوي، خو بیا هم حکومت سره په ګډه هڅه کوي چې د بانکونو د خدمتونو چارې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
د نوموړي په وینا، د اختر په رانږدېکېدو سره په دې وروستیو ورځو کې د ګڼشمېر دولتي او خصوصي ادارو معاشونه حواله شوي چې له همدې امله بانکونو کې د مراجعه کوونکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.
هغه وویل: «دولت او د افغانستان بانک او بانکونه هم کوښښ کوي چې دا ستونزه حل شي. دا حالت د بانکونو په کنټرول کې نه دی او دوی هم نه غواړي چې پېردونکي خفه کړي. له بدهمرغه د یو څه تحولاتو پربنسټ، داسې ستونزې رامنځته شوي او دا به دوامداره نه وي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هڅه مو وکړه چې بانکونو کې د پیسو د کمښت په تړاو د افغانستان بانک د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له اړیکو نیولو سربېره بیا هم بریالي نهشو.