د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ویناپاڼه کې ټينګار شوی چې د نظام بدلون په ټولو هېوادونو کې یو اصل دی او د یوه نوي نظام په راتلو سره استفاده کوونکي او مغرض کسان هڅه کوي چې ستونزې راولاړې کړي.

د افغانستان بانک ویناپاڼه کې همداراز راغلي چې د بانک ټول چارواکي او مسوولان هڅه کوي، څو د هېواد بانکي سیسټم کې رامنځ ته شوې ټولې ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک په داسې حال کې د هېواد د بانکي سیسټم د بیا عادي کېدو ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت په راتلو او د اقتصادي ناورین له رامنځ ته کېدو سربېره په هېواد کې د نغدو پیسو کمښت، بانکي سیسټم د پاشلتیا له ګواښ سره مخ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام