که څه هم د امربالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت د ښځو چارو وزارت په ودانۍ کې خپل فعالیت کوي، خو د دغه وزارت چارواکي وايي، د ښځو چارو وزارت تراوسه نه دی لغوه شوی.

د امربالعمروف وزارت ویاند محمدصادق عاکف نن د یاد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، که د ښځو چارو وزارت بېرته خپل فعالیت پیلوي، په ريښتیني توګه به د افغان ښځو لپاره کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ښځو چارو وزارت مخکې شتون درلود. تراوسه د ښځو چارو وزارت د اسلامي امارت له لوري نه دی لغوه شوی، خو زه یوه یادونه کولای شم، که جوړېږي داسې وزارت به نه وي، لکه په تېر کې چې و. د ښځو د حقونو په نوم یې له بهر څخه پیسې راوړلې او شخصي جېبونو ته به تللې.»

خو بل لور ته بیا د ښځو د حقونو فعالانې وايي، دوی د اسلامي امارت په دغه ډول ژمنو باور نه‌لري او اسلامي امارت که د ښځو وزارت د فعالیت نیت درلود، د یاد وزارت ودانۍ او امکانات به یې امربالمعروف وزارت ته نه ورسپارل.

د ښځو حقونو فعالې ژولیا فارسي وویل: «دا چې دوی وايي، د ښځو وزارت له منځه نه دی تللی او یا بیا فعالیت پیلوي، یوازې یوه وعده ده او فکر نه‌کوم چې عملي دې شي.»

په ورته وخت کې د امربالعمروف وزارت ویاند محمدصادق عاکف دې ناسته کې وویل چې تېر یوه کال کې یې د ټیلیفون له لارې د هېوادوالو ۱۰۸۹ شکایتونه ثبت کړي چې ډېر شمېر یې حل شوي دي. د هغه په وینا، د ۷۱۵ مکتوبي شکایتونو له ډلې یې ۱۱۷ حل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکي همداراز زیاته کړه چې نږدې ۹۰۰ نااهله کسان، په نشه‌يي توکو روږدي، کم‌عمره او یا هغوی چې ږیري یې کمې کړې وې، د اسلامي امارت له امنیتي لیکو څخه ایستلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام