د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه له سي‌ان‌ان خبري شبکې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خبرو په غبرګون کې ویلي، د نوموړي دا څرګندونې د بحث وړ نه دي.

یاد وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «کرزي په تېرو شلو کلونو کې د پردیو د خوشحالولو په موخه افغان خویندو ته هر ډول ازادي غوښته او زمینه یې ورته برابره کړه، خو خپله مېرمن یې هېڅ‌کله رسنیو کې راښکاره نه‌شوه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امر بالمعروف وزارت زیاته کړې چې «حجاب یو الهي حکم دی او موخه یې د مسلمانو مېرمنو او خویندو عزت ساتل دي چې د اسلامي امارت هدف هم دا دی، څو افغان خویندې له عزت څخه برخمنې شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري په ټلوېزیونونو کې پر ښځینه ویاندویانو د تازه محدودیت په غبرګون کې ویلي، ښځینه ویاندویانې باید دغه سپارښتنه مراعت نه کړي.

نوموړي له سي‌‌ان‌ان خبري شبکې سره د مرکې پرمهال ټينګار کړی چې د مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د فرهنګ برخه ده، بلکې د نورو هېوادونو دود دی چې افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ښځو یې تل حجاب مراعت کړی دی. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام