د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو د تازه محدودیت په غبرګون کې ویلي، اړتیا نشته چې ښځینه ویاندویانې خپل مخونه پټ کړي.

کرزي له سي‌‌ان‌ان خبري شبکې سره د یوې مرکې پرمهال ټينګار کړی چې د مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د فرهنګ برخه ده، بلکې د نورو هېوادونو دود دی چې افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ښځو یې تل حجاب مراعت کړی دی. نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

کرزي همداراز په دې مرکه کې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، خواشینونکې وبلله او وویل چې یادې پرېکړې افغانستان ته زیان رسولی دی.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې د ټلوېزیونونو ټولو ښځینه ویاندویانو ته سپارښتنه وکړه چې د خپرونو مخې ته وړلو پرمهال باید ماسک وکاروي او خپل مخونه پټ کړي.

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت دغه مکتوب له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د ښځو له لوري د حجاب مراعتول، جبري وګڼل او سلام‌وطندار ته یې وویل چې په ټلوېزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخونو پټولو سپارښتنه، بې‌استثنا امر دی او ټولې خویندې یې باید مراعت کړي، ځکه دا دیني امر دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام