طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون ویلي چې اسلامي امارت په یوه تازه حکم  کې د موبي‌ګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتنه کړې چې له دې وروسته، د یادې شبکې ټولې ښځینه ویاندویانې د ټلوېزیوني خپرونو د مخته وړلو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي.

د طلوع‌نیوز د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازیو موبي‌ګروپ ته د دغه حکم د اعلان پرمهال ویلي چې دا فرمان «قطعي» دی او د «بحث» وړ نه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال طلوع‌نیوز لیکلي چې دغې شبکې ته د ورسېدلو معلوماتو پر بنسټ، یاد حکم د افغانستان ټولو تصویري رسنیو ته هم اعلان شوی دی.

بل‌خوا پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي  تصویرونه ښیي چې د ټلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو او د خپرونو مخته وړونکو ماسکونه کارولي دي.

د اسلامي امارت تازه حکم په ټولنیزو رسنیو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کارونکو لیکلي چې افغانستان د ښځو لپاره د یوه زندان په څېر دی. ځینو نورو بیا د اسلامي امارت دغه حکم د افراطیت تحمیل ګڼلی چې په وینا یې، د «حجاب او شریعت» پر وړاندې د خلکو د کرکې لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نږدې نهه میاشتې کېږي چې اسلامي امارت بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوی دی. په دغه موده کې اسلامي امارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې پر ښځو په ځانګړې توګه په ښځینه خبریالانو ګڼ‌شمېر بندیزونه لګولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام