د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهاله پر رسنیو د بندیزونو پر دوام په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې رسنیو خپل فعالیتونه پرېښي دي. په دې لړ کې هلمند هم هغه ولایت دی چې پر رسنیو یې د محدودیت له امله ټولو ښځینه خبریالانو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سمینه افغان هغه خبریاله ده چې شپږ کاله يې د هلمند په سیمه‌ییزو رسنیو کې کار کړی. نوموړې وايي، کله چې اسلامي امارت واک ته ترلاسه کړ، بېرته خپلې رسنیزې دندې ته نه ده ورګرځېدلې.

هغه دندې ته د نه ورګرځېدو په اړه سلام وطندار ته وویل: «ما شپږ کاله د رسنیو سره کار کړی. ما د باختر ټلویزیون، هلمند دولتي راډیو تلویزیون، بست راډیو او غږ راډیو سره کار کړی دی. زما سره رسنیو کې چې کوم ملګري وي. هغوی اقتصادي ستونزي  لرلې، اوس  ټولو خصوصا هغه ښځینه خبریالانو ته رواني ستونزي پیدا شوي چي پخوا یې په رسنیو کې کار کړی.»

. سمینه افغان وايي، دې او نورو ښځینه خبریالانو سره دا پوښتنه پیدا شوې چې په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې اوس هم ښځینه خبریالانې خپلې دندې مخته وړي او له بېلابېلو غږیزو او تصویري رسنیو سره کار کوي، خو ځینو ولایتونو کې پرې محدودیتونه لګېدلې دي.

نوموړې زیاته کړه: «یوازې مرکز کابل کې ښځینه خبریالاني کار کولی شي، خو په ولایتونه کې یې نشي کولی. دا پوښتنه ما او ټولو  ته پیدا شوې چي دا کومه پالیسي ده، له مخي یې  په ولایتونو کي ښځینه خبریالاني کار نشي کولای، خو  په مرکز کي بیا کار کولی شي.؟»

 په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعات او فرهنګ سرپرست  رییس سلطان محمد حنیف هم مني چي په دې ولایت کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته ښځینه خبریالانو دندې پرېښې، خو وايي چې اسلامي امارت يې مخه نه ده نیولې.

  نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «اسلامي امارت یا د اطلاعاتو او کلتور ریاست پوري چي خبریالانو کومه څانګه تړاو لري، له رسمي ادرسه دوی ته کوم خبرداری ندی ورکول شو او نه هم موږ کوم رسمي مخنیوی د دوی کړی دی. دا چې د دوی فعالیت نه تر سترګو کېږي، کېدای شي هغه اقتصادي ستونزې وې یا نورې ستونزې ولري. د دوی د نه فعالیت لامل په راډیوګانو کې د ښځینه خبریالانو نه ګډون د دې لامل باید د دوی څخه وپوښتل شي.»

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رییس زیاتوي چې د اسلامي امارت د قوانینو په رڼا کې ښځینه خبریالانې فعالیت کولای شي، د قوانینو په منلو سره هغوی کولای شي چې بیرته خپلو دندو ته را وګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې هلمند کې د اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنیدو وروسته پنځه سیمه‌ییزو رسنیو بُست راډیو، موسکا راډیو، ژوندون راډیو، سباوون تلوېزیون او ژوندون تلوېزیون خپل فعالیتونه درولي چې د دې رسنیو په کتار کې د موسکا په نوم هغه راډیو هم ده چې یوازې يې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې کولې او ټول کارکوونکي يې هم  مېرمنې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام