د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو  وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د سولې ویجاړوونکي هغه کسان دي چې جګړه‌یې ګړندۍ کړې او په افغانستان کې یې وینې تویولو ته‌ دوام ورکړی دی.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د سولې د وېجاړوونکو په اړه د ‎پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په پام، د افغانستان د اسلامي جهوریت د بهرنیو چارو وزارت په روښانو ټکو دا بیانوي چې د سولې وېجاړونکي هغه کسان دي چې د سولې په اړه یې د افغانستان خلکو او نړۍ ته د رد ځواب ویلی، جګړې ته یې زور ورکړی او په افغانستان کې یې د وینو تویولو ته دوام ورکړی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د سولې ویجاړوونکي ټول پېژني. دغه وزارت زیاته کړې چې د افغانستان په سوله کې د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلي او یوازې د اعلامیو په خپرولو سره سوله نه شي ټينګېدای.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې په پاکستان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د افغانستان د ولسي جرګې له رییس میر‌رحمان رحماني سره په لیدنه کې ویلي وو چې د افغانستان دننه او بهر باید د سولې د ویجاړوونکو د کړنو پر وړاندې هوښیار واوسو.

قریشي ټينګار کړی چې د کډو موخو پرمخ بیولو لپاره باید باوري فضا رامنځ ته شي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د سولې د خبرو د پیل او یوې تلپاتې سولې په اړه د پاکستان عملي او محوري اقداماتو ته په تمه دي.

د  بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په پای کې ټينګار شوی چې په دې حساس پړاو کې د تورونو له لګولو څه نه جوړېږي او د افغانستان او د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام